چهارشنبه , اکتوبر 16 2019
کور / خبرونه / افغانستان / په یوه تازه درجه بندۍ کې افغانستان د نړۍ تر ټولو نا امنه هېواد بلل شوی دی

په یوه تازه درجه بندۍ کې افغانستان د نړۍ تر ټولو نا امنه هېواد بلل شوی دی

په یوه تازه درجه بندۍ کې افغانستان د نړۍ تر ټولو نا امنه هېواد بلل شوی دی. دغه درجه بندي د سولې او اقتصاد انسټیټیوټ له لورې خپره شوې ده چې مرکز یې د اسټرالیا په سډني کې دی. دې ادارې د تېر کال په درجه بندۍ کې سوریه د نړۍ تر ټولو نا امنه هېواد بللی و. د افغانستان او سوریې تر څنګ سویلي سوډان، یمن او عراق هم هغه هېوادونه دي چې د نوې درجه بندۍ په سر کې یې نومونه یاد شوي دي. ددې درجه بندۍ په لېست کې بیا ایسلنډ، نیوزیلنډ، پرتګال، اتریش او ډنمارک د نړۍ تر ټولو امن هېوادونه بلل شوي دي. ایران ته د ۱۶۳ هېوادونو په دغه نوملړ کې ۱۶۳ ځای ورکړل شوی دی او د افغانستان نور ګاونډي هېوادونه لکه تاجکستان ۱۰۵، قرغیزستان ۹۵، ازبکستان ۱۰۲ او ترکمنستان ۱۱۵ ځای لري. څېړنه کې ویل شوي، تېرو پنځو کلونو کې لومړی ځل په اوسط ډول نړۍ کې امنیت یو څه ښه شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: