جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / بين المللي / پومپیو:د ایراني چارواکو اوسنی دریځ به ایران له ګڼو ننګونو سره مخ کړي

پومپیو:د ایراني چارواکو اوسنی دریځ به ایران له ګڼو ننګونو سره مخ کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وایي، د ایراني چارواکو اوسنی دریځ به ایران له ګڼو ننګونو سره مخ کړي. هغه ویلي، په منځني ختیځ کې د امریکا د یو پوځي وژل کېدل به ایران ډېر پوروړی کړی چې بیا به ددې دروند پور پرې کول ورته ډېر سخت تمام شي. پومپیو دا څرګندونې عراق ته د خپل نا اعلان شوي سفر پر مهال کړې دي. نوموړی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې ویل کېږي امریکا په منځني ختیځ کې پر خپلو سرتېرو د ایران د برید خبر ترلاسه کړی دی. خو د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، دوی پر هیڅ هېواد هم د برید پلان نه لري خو زیاتوي چې تهران د هر راز برید ځواب ته پوره چمتوالی لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: