شنبه , نوومبر 23 2019
کور / خبرونه / بين المللي / پومپیو: ایران کې خلک په ډېر بد وضعیت کې ژوند کوي

پومپیو: ایران کې خلک په ډېر بد وضعیت کې ژوند کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وایي، ایران د مذهبي ازادیو په برخه کې د نړۍ تر ټولو بدترین هېواد دی. پومپیو ویلي، ایران کې مذهبي اقلیتونه تر دومره فشار لاندې دي چې هیڅ وجدان یې د زغملو وړتیا نه لري. نوموړی زیاتوي مذهبي ازادي د ولسمشر ټرمپ د حکومت له لومړیتوبونه څخه ده او دوی به په دې برخه کې هیڅ راز هڅه ونه سپموي. پومپیو دغه راز ویلي، امریکا په یوازې ځان د مذهبي ازادۍ تضمین نه شي کولی نو اړینه ده ټوله نړۍ په دې برخه کې واحد نظر ولري. هغه ویلي، ایران کې خلک په ډېر بد وضعیت کې ژوند کوي او حکومت یې خلک په ډېره وړه ګناه هم اعداموي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو اړیکې د ترینګلتیا وروستي حد ته رسېدلې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: