دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / پکتیا:پاکستان د افغانستان په خاوره کې نوې پوستې جوړې کړې

پکتیا:پاکستان د افغانستان په خاوره کې نوې پوستې جوړې کړې

راپورونه وایي چې په دې وروستیو کې د پاکستانيو پوځیانو له لوري د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د ډېورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته اغزن تار لګول شوی او په افغان خاوره کې یې نوې پوستې جوړې کړې. د ملي شورا غړي او د پکتیا اوسیدونکي وايي، له تېرو څو کلونو راهیسې د دې ولسوالۍ په سپینې شګې سیمه کې پاکستاني پوځیان پر کرښه د اغزن تار پر لګولو لګیا دي خو اوس تازه یې دې غاړه کې د پوستو جوړول پيل کړي دي. دوی له افغان حکومت غوښتنه کوي، چې د پاکستانيو پوځیانو ددې کار پر وړاندې غبرګون وښيي. د پکتیا ولايتي چاوراکي وايي، تېر کال هم په ځینو سیمو کې پاکستاني عسکرو دغه ډول غیر قانوني پوستې جوړې کړې وې ،چې په وخت یې مخه ونیول شوه او په خبره یې اوس به یې هم پر وړاندې اقدام وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: