شنبه , نوومبر 23 2019
کور / خبرونه / افغانستان / پکتیکا:خوشامند ولسوالۍ د اوږدې کلابندۍ وروسته طالبانو نیولې ده

پکتیکا:خوشامند ولسوالۍ د اوږدې کلابندۍ وروسته طالبانو نیولې ده

د پکتیکا سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي چې له خوشامند ولسوالي څخه یې تاکتیکي شاتګ کړی دی خو طالبانو ویلي چې دا ولسوالي دوی نیولې ده. د پکتیکا امنیه قوماندان مل پاسوال ایمل نیازی وایي، پرون مازديګر وسله والو طالبانو پر خوشامند ولسوالۍ ډله ييز بريد کړی دی چې دوی تاکتیکي شاتګ کړی دی او بېرته یې نن سهار نیولې ده، خو د ولايتي شورا غړی عزيز عزيز وایي، يادې ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو د نه همغږۍ او د طالبانو د پرله پسې بريدونو له امله سقوط کړى دى. عزيز تور پورې کړ چې ډېرى وخت ملي اردو په جګړو کې له پوليسو څخه ملاتړ نه کوي نو ځکه سيمې سقوط کوي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بیا وايي چې خوشامند ولسوالۍ له ډېرې مودې راهيسې د طالبانو له لوري کلابنده وه او پرون له يوې لنډې نښتې وروسته د دوی لاس ته ورغلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: