شنبه , دسمبر 14 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / پېښور: په یوه برید کې د ډي ایس پي په ګډون پېنځه پولیس وژل شوي

پېښور: په یوه برید کې د ډي ایس پي په ګډون پېنځه پولیس وژل شوي

د (ټرایبل نیوز) د مالوماتو له مخې نن د پنجشنبې په ورځ سهار د پېښور په “دله زاک اډه کلي” ته څېرمه په یوه موټر وسله وال برید شوی،
د برید په پایله کې ډی ایس پي غنی خان ووژل شوی،

د راپور له مخې د ډي ایس پي موټر چلوونکي او د ساتونکی په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي.

د برید پړه د حزب الاحرار وسله والې ډلې ویاند ډاکټر عبدالعزیز ټرایبل نیوز ته په یوه راستول شوي راپور کې منلې ده.

یاده دې وي چې ددې اوونۍ په جریان کې دا دویم برید دی کوم چې باجوړ کې شوی وو چې د یوه پوځي په مړ کېدو او د یو پوځي په ټپي کېدو پای ته رسېدلی وو او پړه یې حزب الاحرار وسله والې ډلې منلې وه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: