پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / افغانستان / چارواکي وايی پکتیکا کې هوایي برید کې ۶ وسلوال وژل شوي دي

چارواکي وايی پکتیکا کې هوایي برید کې ۶ وسلوال وژل شوي دي

د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، چې نن د شنبې ورځې له غرمې وروسته د یاد ولایت د مټاخان ولسوالۍ د خواجه رم په کلي کې د افغان هوايي ځواکونو په برید کې ۶ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین وایي چې په وژل شویو وسله والو کې د برهان په نوم د هغوی یو مشهور قوماندان هم شامل دی.

د ده په وینا چې په دې برید کې د دې وسله والو وسلې او پوځي تجهیزات له منځه تللي دي.

شاه محمد ارین زیاتوي چې د افغان هوايي ځواکونو په دې برید کې ولسي وګړو ته کوم ځاني او مالي زیان نه دی رسیدلی.

تر اوسه هېڅ یوې وسله والې ډلې د یاد برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: