پنجشنبه , سپتمبر 19 2019
کور / خبرونه / افغانستان / ډاکټر عبدالله د ناروې د یوه ځانګړي استازي سره په یو لړ مضوعاتو غږېدلی

ډاکټر عبدالله د ناروې د یوه ځانګړي استازي سره په یو لړ مضوعاتو غږېدلی

اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره د ناروې هېواد له ځانګړي استازي سره کتلي د ولسمشریزو ټاکنو، د سولې پر روانو هڅو او د بين الافغاني خبرو د زمینې برابرولو په اړه یې ور سره خبرې کړې دي. پیرالبرت الساس ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د بین الافغاني خبرو لپاره زمینه برابره کړي او ددې ناستې کوربه توب وکړي. له اجراییه ریاسته په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو د سولې د خبرو تر څنګ پر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو هم خبرې کړې دي. تمه ده چې د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې تر لاسلیک وروسته افغان حکومت او طالبان هم خپلمنځي خبرې پیل کړي او په افغانستان کې روانې خونړۍ جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: