پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / پاکستان / ډاکټر لورېنس:د افغان جګړې اصلي سرچینه په پاکستان کې ده

ډاکټر لورېنس:د افغان جګړې اصلي سرچینه په پاکستان کې ده

امریکايي متقاعد نظامي ډاکټر لورېنس سیلي ملټري ټایمز ته په یوه لیکلې مقاله کې ویلي چې امریکا په افغانستان کې غلطه جګړه روانه کړې ده په داسې حال کې چې ددې جګړې اصلي سرچینه په پاکستان کې ده. دده په وینا په افغانستان کې روانه جګړه د ترهګرۍ جګړه نه، بلکې په اصل کې د امریکا پر وړاندې د پاکستان جګړه ده. هغه وايي د امریکايي سیاستوالو او مشرانو د بې کفایتۍ له امله پاکستان د امریکا خپلې پيسې د امریکایانو پر وړاندې وکارولې او د افغانستان د حکومت او امریکا پر وړاندې یې جګړه ورباندې وکړه. لورېنس لیکي لا هم په پاکستان کې د ترهګرو امن مرکزونه شته دي او لا هم پاکستان د ترهګرو ډلو روزونکی او پالونکی دی. دده په وینا امریکا په داسې حال کې له پاکستان سره مرسته کوله، چې دغه هېواد د ترهګرو په روزنه بوخت و او په پاکستان کې ګڼو ډلو امن مرکزونه لرل. هغه د امریکا پر حکومت غږ کړی، چې په پاکستان کې له سیاسي او اقتصادي وضعیت په استفادې دغه هېواد اړ کړي، څو د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي او په دې توګه به واشنګټن خپله غلطه جګړه سم مسیر ته برابره کړي او د ترهګرۍ په ماتې به بریالی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: