یکشنبه , جولای 5 2020
کور / خبرونه / راپورونه / ډاکټر ناکامورا (کاکا مراد) څوک و او د افغاستان لپاره یې څه خدمتونه کړي؟

ډاکټر ناکامورا (کاکا مراد) څوک و او د افغاستان لپاره یې څه خدمتونه کړي؟

۵ ډسمبر ۲۰۱۹- ډاکټر ناکامورا هغه څوک وو چې کلونه یې دافغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار لاسونه تڼاکي کړي وه، خیریه کارونه یې کړي وه شاړې ځمکې یې ابادي کړې وې، دابو دمهار کانالونه یې جوړ کړي وه دننګرهار په سمسورتیا کې یې لویه ونډه غورځولې وه.

ډاکټر ناکامورا یو جاپان اصله افغانی وه په ۱۹۴۵ مېلادي کال دجاپان هېواد په fukuoka ښار کې وزېږېدی او په ۱۹۷۳ مېلادي کال له طبي پوهنتونه فارغ شو
له پارغېدو وروسته یې دجاپان په بېلابیلو روغتونونو کې دنده تر سره کړه چې په هغه کې دیوې موسیسې مشر هم وه.

ډاکټر ناکامورا په ۱۹۹۱ کال دافغانستان په ختیځ کې درې صحي مراکز جوړ کړو خلکو ته یې په صحي برخه کې خدمات وړاندې کول په ۲۰۰۰ مېلادې کال په دې سېمو کې وچکالي بیخي زیاته شوه ورسره یو ځای دناروغیو ګراف هم لوړ ولاړ خلک په ډېرو ناروغیو اخته شو
نو ډاکټر ناکامورا په دې لټه کې شوو چې ځان وپوهوي چې ناروغۍ ولې زیاتې شوې اخِر دې نتیجې ته ورسېدی چې دا ټولي ناروغۍ دوچکالۍ او د اوبو دکمښت زېږنده دي.

ډاکټر ناکامورا وویل چې په دې سیمه کې تر سلو ډاکټرانو اوبه اړینې دي په دې موخه یې فعالیت پیل کړ دیوې خیریه موسیسې Pms چې په راس کې یې نوموړی ډاکټر وه په ۲۰۰۳ کال دژورو څاګانو کار پیل کړ په دافغانستان لوېدیځ خېوې ولسوالۍ کې یې ۱۶۰۰ ژورې څاګانې کښېنولې
دکنړ له سینده یې ۲۵.۵ کیلومټره کانال جوړ کړ چې دمروارید کانال په نوم یادېږي په مټ یې شاوخوا ۱۵۰۰۰ هکټاره ځمکه خړوبیږي هغه خلک چې یادې سیمې داوبو دکمښت له وجې ترک کړې وه بیرته خپلو سیمو ته راغلل بیا ابادي جوړه شوه.

تر ۲۰۱۶ کال پوري ډاکټر ناکامورا ۸ کانالونه جوړ کړو دا کانالونه ۱۶۰۰۰ هکټاره ځمکه خړوبه وي یاد کانالونه ټول له کنړ سینده را جلاشوي دي ډاکټر ناکامورا د۶ لکه انسانانو ژوند ته مثبت بدلون ورکړ او په دې کار سره یې دا ثابته کړه چې له جنګه څه نه جوړیږي موږ کولای شو په خپل مټ خپل وطن اباد کړو.

ښاغلي ناکامورا دبېلابیلو دفرهنګونو پېژندلو او په نړیواله کچه بنسټیزې همکارۍ له عمله په ۲۰۱۳ مېلادي کال دfukuoka جایزه تر لاسه کړه
په ۲۰۱۹ کال دافغانستان دولسمشر لخوا ورته دکړو خدمتونو په پار یو میډال او دافغانستان افتخاري تابعت هم ورکړل شو.

ډاکټر ناکامورا په ۲۰۱۹ کال د ډیسمبر پر ۴ نېټه دننګرهار په ښار کې ناپېژنده وسلوالو په مرمۍ وویشتی ډاکټر ناکامورا په اول کې زخمي وه وروسته یې دډیرو سختو ټپونو له عمله سا ورکړه
د ډاکټر ناکامورا په مرګ ټولو افغانانو ډېره ژوره خواشني څرګنده کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: