شنبه , اګست 24 2019
کور / خبرونه / راپورونه / ډیلي ټایمز ورځپاڼې د افغان سولې په تړاو یو مهم مطلب خپور کړی

ډیلي ټایمز ورځپاڼې د افغان سولې په تړاو یو مهم مطلب خپور کړی

د ډیلي ټایمز په نامه پاکستانۍ ورځپاڼې د خلیلزاد د تازه سفر په اړه مطلب خپور کړی دی. په مطلب کې راغلي، د خلیلزاد دا سفر خورا ډېر مهم دی، ځکه نوموړی به دوحه کې له طالبانو سره خبرو کې یو لړ هغه مسائل وروستي کړي چې ډېر پېچلي دي. ورځپاڼې د دې پېچلو مسائلو په اړه څه نه دي ویلي. دا ورځپاڼه د ځینو سرچینو په حواله لیکي چې طالبانو د ځواکونو د وتلو لپاره د نهه میاشتو وړاندیز کړی خو امریکايي پلاوی وايي د ځواکونو ایستلو لپاره دې یو نیم کلن مهال ویش په پام کې ونیول شي. مخکې ویل شوي و چې طالبانو هم لکه د افغان دولت په څېر پنځلس کسیز پلاوی ټاکلی خو ډیلي ټایمز لیکي طالبانو ۱۹ تنه د مرکچي پلاوي په توګه ټاکلي او تر پخوانۍ ډلې به یې د پریکړو واک ډیر وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: