دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / راپورونه / ډیپلوماټ نشریه:طالبان په نړیواله کچه په سیاسي ډګر کې فعاله شوې

ډیپلوماټ نشریه:طالبان په نړیواله کچه په سیاسي ډګر کې فعاله شوې

د افغان حکومت له مخالفت سره سره د سیمې هیوادونو ته د طالب استازو وروستیو سفرونو، په سیاسي ډګر کې د دې ډلې دریځ پیاوړی کړی دی. د پاکستان چاپ دیپلومات خپرونې مسکو، بیجینګ، تهران او پاکستان ته د دې ډلې سفرو ته په اشارې سره ویلي، داسې ښکاري چې دغه ډله په نړیواله کچه په سیاسي ډګر کې فعاله شوې او د ټولو پام یې ځان ته وراړولی دی. دغه خپرونه وایي، د یادو هیوادونو د رسمي چارواکو لخوا له طالبانو څخه تود هرکلی په دې مانا دی چې، هغوی له طالب استازو سره د یوه موازي حکومت په حیث چلند کوي. دغې پاکستانۍ خپرونې ویلي، ملا عبدالغني برادر چې یو مهال د پاکستان په بند کې و اوس ترې په اسلام اباد کې په ډيپلوماتیک انداز د لوړ پوړو چارواکو له لوري تود هرکلی کیږي، چې د ډیرو پام یې ځان ته وراړولی دی. دیپلومات لیکلي چې طالبان اوس په افغانستان پورې محدوده ډله نه ده، بلکې اوس مهال یې د سیمې په کچه باور ترلاسه کړی او یو شمېر هیوادونو یې له دریځ ملاتړ هم کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: