پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / بين المللي / ښایي پاکستان په تور لیست کې واچول شي

ښایي پاکستان په تور لیست کې واچول شي

د ایف ای ټي ایف مشر مارشل بیلینګسلي وایي، په تور لیست کې د پاکستان د داخلولو امکانات دېر دي خو دغه پرېکړه به په راتلونکې غونډه کې کېږي. هغه ویلي، د اکشن پلان لخوا پاکستان ته ورکړل شوې موده لا پوره شوې نه ده خو په خبره یې پاکستان تر اوسه په دې برخه کې لازم اقدامات نه دي تر سره کړي. مارشل ویلي، دوی پاکستان ته د ترهګرو د ملاتړ او تورو پیسو د لېږد رالېږد په اړه ویلي وو خو یاد هېواد تر اوسه په دې برخه کې کوټلي ګامونه نه دي اخیستي. د ترهګرو ډلو د مالي مرستو او د غیر قانوني پیسو د لېږد رالېږد نړیوالې ادارې ویلي، پاکستان یې په خړ لیست کې ساتلی دی او که سپارښتنې یې پوره نه شي نو د اکټوبر میاشت کې به یاد هېواد تور لیست کې شامل کړي. پاکستان که څه هم تازه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې یې په وار وار د ترهګرۍ ضد اقداماتو خبره کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: