پنجشنبه , سپتمبر 19 2019
کور / خبرونه / افغانستان / کابل: د یوې کورنۍ په خپلمنځي نښته کې پینځه کسان وژل شوي

کابل: د یوې کورنۍ په خپلمنځي نښته کې پینځه کسان وژل شوي

د کابل امنیه قومنداني وايي، په قره باغ ولسوالۍ کې د یو قومندان او د هغه د تره د زوی د کورنۍ تر منځ نښته شوې چې پخپله د قومندان په شمول ۵ کسان په کې وژل شوي دي.
په خبر پاڼه کې راغلې، پېښه بیګاه ماښام شپږ نیمې بجې د قره باغ ولسوالۍ بازار کې له یوې ترافیکي پېښې نه وروسته شوې او دواړه لوریو پر یو بل ډزې کړې دي.
خبرپاڼه وتيي د دغه قومندان نوم حاجي کامل ښودلی چې د خپل تره زوی سره یې نښته کړې او په نتیجه کې یې پخپله د حاجي کامل په ګډون ۵ کسان وژل شوي او ۱ بل ټپي شوی دی.
د کابل امنیه قومنداني وايي، پېښه د شخصي شخړې له امله شوې او پولیسو له نښتې وروسته یو ټپي شوی کس نیولی چې پلټنې یې ترې روانې کړې دي.
په کابل ښار کې وخت ناوخت د جهادي قومندانانو تر منځ نښتې څه نوې خبره نه ده، بلکې ښاریان شکایت کوي چې د کابل امنیتي ادارو تر اوسه دغه ښار کې نامسووله وسله وال نه دي خالي سلا کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: