شنبه , دسمبر 14 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / کابل: ملي امنیت وايي د غلو څلور کسیزه ډله یې نیولې ده

کابل: ملي امنیت وايي د غلو څلور کسیزه ډله یې نیولې ده

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، په کابل ښار کې د سړي تښتوونکو او وسله والو غلو یوه خطرناکه څلور کسیزه ډله نیولې ده.
ملي امنیت د یکشنبې په ورځ د «لړم پر۲۶مه» په یوې اعلامیې کې ویلي، چې دغه غله یې د کابل ښار به اومه امنیتي حوزه کې کې نیولي دي.
بیان وایي، په نیول شوو کسانو کې حامد مشهور په «چنګیز» د غلو مشر، مطیع الله مشهور په قاري د نوموړي مرستیال او صدیق الله مشهور په صدیق سیا او محمد اسحاق یې نورملګري دي.
ملي امنیت ویلي، چې د غلو دغه خطرناکه ترینه شبکې د ۷ تنو په وژلو او ۴۲ نورو په ټپي کولو کې لاس درلود.
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست بیان وايي، چې دغه کسانو په کابل ښار کې له دکاندارانو څخه ۲۰۰زره افغانۍ او څلور زره امریکايي ډالره هم اخیستي و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: