شنبه , سپتمبر 21 2019
کور / خبرونه / افغانستان / کابل کې د امریکا سفارت سره نژدې بمي چاودنه شوې ده

کابل کې د امریکا سفارت سره نژدې بمي چاودنه شوې ده

د چاودنې غږ د سپتمبر د یولسمې د اتلسمې کلیزې د پیل سره سم اوریدل شویدی.

د امریکا د سفارت یوه کاروونکي د ای پي خبري اژانس ته دغه چاودنه تائید کړیده خو نور تفصیل یې ندی ورکړی.

دا به د ولسمشر ټرمپ د طالبانو سره د سولې خبرو د لغوه کولو د اعلان نه وروسته لمړی لوی برید وي چې په کابل کې ترسره کیږي.

دوه اونۍ مخکې د طالبانو په یو برید کې د ملکیانو په گډون د ناټو دوه غړي وژل شوي و، ولسمشر ټرمپ ویلي و چې پداسې حال کې چې یو امریکایي سرتیرې په دغه برید کې ووژل شو، هغه د طالبانو سره د خبرو بهیر ختموي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: