دوشنبه , اګست 10 2020
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / کابل کې د نوو مامورینو جزبولو لپاره د ۷۰۰ کسانو څخه ازموینه واخیستل شوه

کابل کې د نوو مامورینو جزبولو لپاره د ۷۰۰ کسانو څخه ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښاروالۍ د ترافیکو چارو د انسجام ریاست په زرنګار پارک کې په یوه بشپړه رڼه فضا کې د ترافیکو د مامورینو د ۲۷۰ اوومو بستونو ازموینه واخیسته، چې ۷۰۰ داوطلبانو ګډون پکې کړی و.

د کابل ښاروالۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي، ددې ښاروالۍ مالي او اداري مرستیال سیدالرحن جلال چې د دې پروسې څارنه یې کوله په خپلو څرګندونو کې يې وویل چې په شرایطو برابر کسان به د کابل ښاروالۍ د ترافیکو د مامورینو په نوو بستونو کې د دغه بنسټ د ګومارنې د کړنلارې مطابق او د ازموینې د پړاونو له تېرېدو وروسته په یوه شفافه پروسه کې د وړتیا پر اساس وګومارل شي.

دغه مامورین چې په خپل تشکیل کې ۳۰۰ کسان لري، ټاکل شوې چې د ښار په پنځو زونونو کې وګومارل شي، ترڅو د ښار د ترافیکو د ګډوډۍ او ګڼې ګوڼې د کمولو په برخه کې مرستندوی او د کابل د ترافیکو د مدیریت بشپړوونکي شي.

سرچینه زیاتوي؛ څه مهال مخکې کابل ښاروالۍ ۴۳ کسان ګومارلي وو او په نږدې راتلونکي کې به د دوی د تشکیل له بشپړېدو وروسته په هر زون کې ۶۰ کسان وګومارل شي او کابل ښاریان به په ښار کې د سړکونو د ترافیکو د نظم او د ګڼې ګوڼې د کمښت شاهدان وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: