جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / افغانستان / کابل کې د پاکستان یوه وېزه په ۲۰۰ ډالر اخستل کېږي

کابل کې د پاکستان یوه وېزه په ۲۰۰ ډالر اخستل کېږي

لسګونو کسانو په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته لاريون وکړ، ويل یې چې د پاکستان سفارت لومړى هغو کسانو ته وېزې ورکوي چې کمېشنکارانو ته يې پيسې ورکړې وي، د کابل د پغمان ولسوالۍ اوسېدنکي او یوه لاريون کوونکي وویل چې ځيني کسان کمېشنکارانو ته پيسې ورکوي، په يوه، درېيو ورځو او يا يوې اوونۍ کې د پاکستان وېزه ترلاسه کوي. د ده په وينا، کمېشنکاران په ۲۴ ساعتونو کې د ويزې ترلاسه کولو په بدل کې ۲۰۰ امریکایي ډالر، په درېيو ورځو کې د وېزې ترلاسه کولو په بدل کې ۱۵۰ ډالر او په يوه اوونۍ کې د وېزې ترلاسه کولو په بدل کې سل ډالره اخلي. لاريون کوونکو غوښتنه کوله چې په دې برخه کې فساد له منځه ولاړ شي. په کابل کې د پاکستان سفير زاهد نصرالله خان څه موده مخکې ويلي وو چې دوى هره ورځ په ټول افغانستان کې شاوخوا څلورو زرو کسانو ته ويزې ورکوي او تر دې د ډېرو وېزو ورکولو وړتيا نه لري.
ويزه اخيستونکي وايي چې پخوا به کميشنکارانو د بيړنۍ ويزې اخيستو لپاره دوه زره افغانۍ اخيستې ،خو کله چې پاکستان هندوستان ته د افغانستان هوايي حريم و تړلو پر پاکستان سفارت د ناروغو افغانانو ګڼه ګوڼه زياته شوه او دپاکستان د ويزې نرخ تر دوه سوو ډالرو لوړ شو، ويزه اخيستونکي د سفارت افغان امنيتي کارکوونکي هم په دې فساد کې شريک بولي او وايي چې فساد ته تر ډيره امنيتي منسوببنو زمينه مساعده کړې او د پاکستاني ديپلوماتانو سره شريک شوي او له مجبورو ويزه اخيستونکو پيسې اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: