جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / بين المللي / کاناډا د یو وار استفادې لپاره جوړ پلاستيکي وسایل له مارکیټه لرې کوي

کاناډا د یو وار استفادې لپاره جوړ پلاستيکي وسایل له مارکیټه لرې کوي

د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو اعلان کړی چې تر ۲۰۲۱ میلادي کاله به د یو وار استفادې لپاره پلاستیکي وسایل لکه پلاستیکي لوښي، پلاستیکي کڅوړې او د څښاک لپاره د پلاستیک پايپونه به له مارکېټه لېرې کړي.

جسټن ټروډو پرون د جون په لسمه، وویل: “زه ډېر خوشال یم چې اعلان کوم چې تر ۲۰۲۱ میلادي کاله به کاناډا هغه ټول مضر پلاستیکي شیان چې د یو وار استفادې لپاره جوړېږي، بند کړي.”

د نړۍ د سترو اقتصادي قدرتونو په غونډه کې تېر کال د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او اروپايي اتحادیې مشرانو د نړۍ د سمندرونو د ککړتیا د مخنیوي موافقه لاسلیک کړه.

خو امریکا او جاپان موافقه نه‌ وه کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: