شنبه , اګست 24 2019
کور / خبرونه / کانګرس د ټرمپ په څرګندونو غبرګون ښودلی

کانګرس د ټرمپ په څرګندونو غبرګون ښودلی

وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پاکستان کې د حافظ سعید د نیول کېدو په اړه څرګندونې وکړې کانګرس یې پر خبرو توندې نیوکې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې حافظ سعید د امریکا د ټینګار له امله نه دی نیول شوی. د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې پر ټویټر لیکلي چې حافظ سعید له تېرو لسو کلونو راهیسې په پاکستان کې په ازاده توګه ژوند کاوه او په تېرو ۱۷ کلونو کې اته ځلې نیول شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ تر دې وړاندې ویلي وو، د ممبی د مرګونو بریدونو طراح حافظ سعید د امریکا تر ټینګار وروسته پاکستان نیولی دی او دا ګام یې د ستاینې وړ دی. حافظ سعید په داسې حال کې نیول کېږي چې ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په نږدې راتلونکې کې امریکا ته سفر وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: