پنجشنبه , اګست 13 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کاپیسا: چارواکو د هوايي برید په ترڅ کې د ۴ وسلوالو د وژل کیدو ادعا کړې

کاپیسا: چارواکو د هوايي برید په ترڅ کې د ۴ وسلوالو د وژل کیدو ادعا کړې

د کاپیسا چارواکي په یوه هوایي برید کې د ۴ وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د رسنیو د دفتر مسؤل محمد هارون یوسفزي وویل، دغه وسله‌وال د دې ولایت د نجراب ولسوالۍ په دره «غاین و افغانیه» کې د ناټو ځواکونو د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي او ورسره وسلې او مهمات‌ یې هم له ‌منځه تللي دي.

طالبانو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

دغه دره د نجراب یوه نا امنه سیمه بلل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: