دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د نقیب مسید په تړاو د جوړې شوې مېلې نندارې ته نه دي پرېښودي

کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د نقیب مسید په تړاو د جوړې شوې مېلې نندارې ته نه دي پرېښودي

په کراچۍ کې مدني فعال او وکيلان وايي د (کراچي بينالی) په نوم مېله کې يې په جعلي پوليس مقابلو کې د نقيب مسيد او ۴۴۴ نورو وژنو په اړوند ننداره وړاندې کوله خو وړاندې کېدو ته نه ده پرېښودی شوې.
فعال او وکیل جبران ناصر وايي، د کراچۍ بېنالی په نوم ننداره کې د فريئر هال په ودانۍ کې يوه ننداره راجوړه کړی شوې چې پکې علامتي قبرونه يا خازې ودرول شوي او د هغه په وېنا “دا په کراچۍ کې د هغو ۴۴۴ وژنو علامتونه دي چې نوموړی يې تور په پخواني پوليس افسر راؤ انوار لګوي چې د ۲۰۱۱ نه ۲۰۱۸ پورې يې دغه وژنې کړي دي”.
راؤ انوار د کراچۍ د ملير ضلعې پخوانی پوليس افسر دی او د نقيب مسيد سره پرې د ۴۴۴ کسانو د وژنو تور دی چې په جعلي مقابلو کې يې وژلي دي.
په راؤ انوار دا وخت د نقيب میسد د وژنې مقدمه روانه ده.
د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکی ځوان نقيب مسيد تېر کال د جنورۍ په ۱۳م نېټه د درېو نورو کسانو سره په کراچۍ کې په يوه جعلي پوليس مقابله کې وژل شوی ؤ.
دا مقابله د راؤ انوار په مشرۍ کې شوې وه کله چې هغه د کراچۍ د ملير ضلعې د پولیس مشر ؤ او دغه مقابلې ته د پوليس خپلې پلټنيزه ډلې جعلي وو.
جبران ناصر د نورو هنرمندانو، وکيلانو او فعالانو سره په ګډه خبري غونډې ته وویل، د اتوار په ورځ دغه ننداره راجوړه شوې او “د دغو قبرونو د لارې ښودل کېده چې دا خلک راؤ انوار وژلي دي”.
هغه وويل په فريئر هال کې عدليه سلېمان او نورو انځورګرو هنرمندانو يوه ویډيو وړاندې کوله چې د نقيب مسيد پلار پکې ښودل شوی او چرته چې نقيب وژل شوی هغه ځای پکې ښکاره کړی شوی ؤ.
خو ناصر وايي څو کسان راغله او دوی دغه ويډيو ودروله. نوموړي په يو ټویټ کې د پاکستان په استخباراتي اداره د دغه کار تور لګولی دی.

M. Jibran Nasir

✔@MJibranNasir

In the 2nd annual #KarachiBiennale in which artists all over the world are participating today ISI official came and forcibly shutdown exhibition by artist #AdeelaSuleman on the 444 people killed by #RaoAnwar. Wonder why? Our Institutions are supposed to be our pride or disgrace

عديله سلېمان چې دغه ويډيو يې وړاندې کوله وايي “په دې کې کوم داسې څيز نه ؤ چې هغه د وړاندې کولو قابل نه ؤ يا پرې عام خلک خبر نه ؤ”.
خبري غونډې ته د نقيب مسيد د وژنې کېس چلوؤنکي وکیل فېصل صديقي وویل، “د دوی په خواست راؤ انوار نيول شوی او هغه مقدمه روانه ده خو نوموړی وايي د ډېر افسوس خبره دا ده چې د يونيم کال نه زیاته موده وشوه چې په ۴۴۴ وژنو تورن پوليس افسر (راؤ انوار) داسې ګرځي”.
هغه زیاته کړه دوی ګڼل چې “د پاکستان رياست خپله لاره بدل کړې ده نقيب الله او پلار ته به يې انصاف ورکړي خو نن دا کار بيا هغه يادګېرنه کوي چې راؤ انوار او د هغه په رنګ خلک خوندي ساتي”.
هغه وویل “په دغه ډول کارونو به د دوی حوصلې ماتې نه شي بلکې دوی به راؤ انوار ته د سزا ورکولو پورې خپله مبارزه دوامداره ساتي”.
جبران ناصر په ټويټر يوه ویډيو خپره کړې چې پکې توره ټوپۍ او تورې جامې اغوستې تن راځي او مايکونه لري کوي او د جبران ناصر سره خبرې اړوي.
دغه تن چې جامې يې اغوستي او رسنیو سره خبرې يې ودرولي او مايکونه يې لري جبران د دغه تن ويډيو په ټويټر اچولې او ورته يې ليکلي چې دا د پارکونو مشر دی “هغه وايي سهار دوی دا ننداره نه وه ودرولې د هغه په خيال دا د پوځ کسان وو”.
وي او ای ډيوه په کراچۍ کې د دغه پېښې په اړوند د پوليس په دريځ ترلاسه کولو نه ده بریالۍ شوې خو پوليس رسنیو سره په خبرو کې د يادې پېښې نه ځان نا خبره ګرځولی دی.
د کراچۍ فريئر هال د ودانۍ نه بهر د قبرونو يا ودرول شوؤ خازو علامتونه اوس هم موجود دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: