دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / کراکر:د افغان حکومت له حضور پرته له طالبانو سره د امریکا خبرې ستره تېروتنه وه

کراکر:د افغان حکومت له حضور پرته له طالبانو سره د امریکا خبرې ستره تېروتنه وه

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده، خو هغه خبرې افغانستان ته دایمي ثبات راوستلی شي چې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو ترمنځ ترسره شي. دده په خبره په کومو خبرو کې چې افغان حکومت او افغانان حاضر نه وي هغه افغانستان ته دایمي ثبات نه شي راوستلی. کراکر وایي د افغان حکومت له حضور پرته له طالبانو سره د امریکا خبرې ستره تېروتنه وه، خو ټرمپ لغوه کړې. دده په وینا دا ځل باید په نوې بڼه پیل شي چې افغان حکومت هم پکې حضور ولري. کراکر وایي دا سمه ده چې طالبان ځانونه پیاوړي ښيي، خو د افغانستان ټول ولایتونه د افغان حکومت په کنټرول کې دي او وسله وال طالبان په لرو پرتو سیمو کې پر خلکو واکمني کوي. ده ټینګار کړی چې د افغان حکومت له حضور پرته له طالبانو سره خبرې هېڅ وخت افغانستان ته دایمي ثبات نه شي راوستلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: