شنبه , سپتمبر 21 2019
کور / خبرونه / راپورونه / کشمیري هندوان اوس هم خپل وطن ته په بېرته ستنېدو وېره لري

کشمیري هندوان اوس هم خپل وطن ته په بېرته ستنېدو وېره لري

ډاکټر ال ان ډار یو له هغو هندوانو څخه و چې له نن څخه ۳۰ کاله مخکې یې په ساړه سهار کې خپله بنګله او په یو حکومتي روغتون کې خپله لوړه دنده پرېښودله او کډوال شو.
هغه له ځان سره د یو لاسي بکس چې پکې یې د تن جامې وې او یوه اندازه روپیو پرته بل هېڅ هم نه درلودل.
هغه وایي، کله چې له کشمیر څخه کډه کېده نو په دغه مسلمانه اکثریتي سیمه کې د جوماتونو مخې ته په لوډ سپیکرو باندې خبرداري ورکول کېده او په دیوالونو باندې هم خبرداري لیکل شوي وو.
ډار وايي، په دغو خبرداریو کې به ویل کېدل چې هندوان درې لارې لري، یا به مسلمانیږي، یا به سیمه پرېږدي او یا به وژل کېږي.
هغه وايي، د سوله خوښو او لوستو کسانو لپاره یواځې یوه لاره وه چې باید خپل ځایونه پرېږدو بله کومه لاره نه وه.
اوس ښاغلی ډار او په زرګونو نور هندي کشمیریان به دا موقع ولري چې خپلو ځایونو او کورونو ته ستانه شي ځکه د هندوستان پارلمان د کشمیر ځانګړی حیثیت ختم کړ.
د کشمیر ځانګړی حیثیت ۱۹۴۷ کاله پورې تړلی وو کله چې هند او پاکستان د برتانیې څخه خپلواکي واخېستله.
دواړه هېوادونه ددغې سیمې دعوا کوي او د همدې امله یې له دریو څخه دوه جګړې هم د کشمیر د مسلې پرسر وې.
د کشمیر د ځانګړي حثیت د ختمولو پرېکړې ته په ټول هندوستان کې هندوانو خوشحالي څرګنده کړه خو خپله کشمیر کې ورسره حالاتو توپیر درلود ځکه چې هرځای امنیتي ځواکونه ولاړ وي او ددغې پرېکړې په وړاندې د سیمې مسلمانانو لاریونونه هم وکړل.
هندوستان په کشمیر کې د اګسټ په پنځمه نېټه د ځانګړي حیثیت د ختمولو نه وروسته دغلته امنیت ډېر سخت کړ او ټولې ټیلیفوني اړیکې يې پرې کړې تر څو د احتجاجونو مخه ونیسي.
لا تر اوسه هم په کشمیر کې ټیلیفونونه او انټرنیټ کار نه کوي او له همدې امله یې له نړۍ سره اړیکې پرې دي، په سیمه کې ګرځ بندیز هم لګېدلی او کشمیري مشران نیول شوي هم دي.
په ۱۹۹۰ کې ډار او د هغه کورنۍ د هغو تر ۶۰۰۰۰ زیاتو هندي کورنیو په ډله کې وې کومو چې له کشمیر څخه په کډه کولو باندې مجبور کړای شول، کورونه او ځمکې ترې نه پاتې شوې چې زیاتو ته به یې بېرته اخېستل امکان هم و نه لري.
دا د کشمیر له جنجاله ډک تاریخ کې یوه له خونړیو لسیزو څخه وه په کومه کې چې په لسګونو زره انسانان ووژل شول او په وژل شویو کې هندوان، مسلمانان، وسلوال یاغیان او هندي سرتیري ټول شامل وو.
بیلتون غوښتونکې سیاسي ډلې چې د کشمیر د ازادۍ نارې وهې سلاکوټونه جوړ کړي او د خلکو ملاتړ یې راخپل کړی.
د وسلوالو یاغیانو د بریدونو په غبرګون کې د هندوستان حکومت د ۱۹۹۰ کال په سپټمبر میاشت کې داسې یو قانون رامنځ ته کړ چې وسلوال ځواکونه له لږ یا هېڅ خبرداري پرته هم کولای شي په کشمیر کې د نظم ساتلو لپاره څوک ونیسي او یا ووژني.
د هندوستان د حکومت په وینا د ۱۹۹۰ کال راهیسې له یو نیم څخه تر درې لکه هندوان له کشمیر څخه تښتېدلې دي خو د کشمیر هندو تنظیمونه وايي چې دغه شمېره له حقیقت څخه ډېره لږه ده.
د پانن کشمیر په نامه په نوي ډلي کې یو تنظیم چې د کشمیري هندوالو لپاره یو خپلواکه دولت غواړي وايي، له کشمیر څخه د بې ځایه شویو هندوانو شمېر کابو اوه لکو ته رسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: