دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / پاکستان / کشمیر: وسله والو یو لوړ پوړی هندي افسر وژلی

کشمیر: وسله والو یو لوړ پوړی هندي افسر وژلی

وسله والو ترهګرو تېره ورځ د جمو کشمیر په نوشیره سیمه کې د هندي اردو په یوه جګپوړي افسر وسله وال برید کړی او وژلی یې دی.
د هندوستان ټایمز د راپور لمخې، دغه پېښه پرون سه شنبه سهار د جمو کشمیر د کنټرول لیکې په یوه ۵۰۰ مترۍ لرې پرته پوسته کې رامنځته شوې ده.
هندوستان ټایمز لیکي، چې له یادې پېښې وروسته هندي پوځیانو سیمه کلابنده کړې ده او هېڅوک نه پرېږدې چې سیمې ته داخل شي.
د دغې ورځې پاڼې په وینا، د یکشنبې ورځې راهیسې دا په کشمیر کې د وسله وال برید لومړۍ پېښه ده چې رامنځته کېږي.
ورځپاڼه زیاتوي، دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه، کله چې هندي پوځیانو د اوربند پرخلاف د کنټرول کرښې په سیمه کې د یوه ځوابي برید په ترڅ کې څلور تروریستي کمپونه او د پاکستان څو پوځي پوستې وېجاړې کړې.
هندوستان ټایمز وايي، د پاکستان د دغو پوځي پوستو غوښتل، چې د کنټرول کرښې په سیمه کې له نفوذ کوونکو ترهګرو سره مرسته وکړي.
د دغه برید د تلفاتو په اړه د هند د پوځ مشر جنرال بپین راوت ویلي و، چې د برید پرمهال د توپونو په ډزو کې د ترهګرو د درنو تلفاتو ترڅنګ لږترلږه شپږ پاکستاني سرتېري هم ووژل شول.
د پاکستان او هندوستان ترمنځ شخړې او یو پر بل د دواړو هېوادونو د پوځونو بریدونه او ترمنځ یې وخت ناوخت نښتې له هغه وخت راهیسې زور اخېستی، چې هندوستان تر خپلې ولکې لاندې کشمېر ځانګړی حیثیت ختم کړ.
تردې وړاندې هم د کشمیر د کنټرول کرښې په اوږدو کې د دواړو هېوادونو پوځیانو یو پربل بریدونه کړي، چې ځینو به یې درانه تلفات هم درلودل او حتا هوايي بریدونه هم ترسره شول.
د روان میلادي کال په فبرورۍ کې هم د هند پوځ ویلي و، چې جېټ الوتکو یې د کشمیر تر کنټرول کرښې ورهه خوا د جیش محمد، لشکر طیبه او حزب المجاهدین د روزني کمپونه په نښه کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: