یکشنبه , جنوري 19 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کندهار: د طالبانو او پولیسو تر منځ نښته کې مرګ ژوبله اوښتې

کندهار: د طالبانو او پولیسو تر منځ نښته کې مرګ ژوبله اوښتې

کندهار ښار کې د پولیسو او وسله والو تر منځ نښته کې یو پولیس او یو وسله وال وژل شوي.
تیره ورځ ماښام مهال د کندهار ښار دریمه حوزه کې دوو وسله والو د پولیسو پر ګزمه برید وکړ، چې پر مهال یې یو پولیس ووژل شو او یوبل ټپي دی.
یوه امنیتي سرچینه وايي، دپولیسو په غبرګون کې یو بریدګر وژل شوي او یو پولیس ټپي دی.
ې وروستیو کې کندهار ښار کې پر پولیسو او نورو دولتي کسانو چریکي بریدونه زیات شوی دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: