شنبه , سپتمبر 21 2019
کور / خبرونه / افغانستان / کندهار: سړک غاړې ماین چاودنه کې یو بهرنی عسکر وژل شوی

کندهار: سړک غاړې ماین چاودنه کې یو بهرنی عسکر وژل شوی

کندهار کې د بهرنیو ځواکونو په یوه زغروال ټانګ ماین چاودنه شوې ده.

طالبانو د دې چاودنې مسؤلیت منلی دی او ادعا یې کړې چې په ټانګ کې ټول سپاره عسکر وژل شوي دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي په خپل ټویټر لیکلي: “‌‎د کندهار ولایت د هوایې ډګر لویدیځ طرف ته د مسیزو کلي ته څیرمه نن سهار د اشغالګرو پر خړ زغروال ټانګ د ماین درنه چاودنه وشوه چې له امله یې ټانګ په بشپړه توګه ویجاړ او پکې سپاره ټول خارجي یرغلګر عسکر ووژل شول”

طالبان د دې عسکرو د وژلو ادعا په داسې وخت کې کوي چې تیره شپه ډونالډ ټرمپ د سولې روانې خبرې ځکه ودرولې چې طالبانو په کابل کې یو لوړ رتبه امریکایي عسکر وواژه.

طالبانو د ټرمپ د خبرو په غبرګون کې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي وو چې د خبرو دریدل به زیات تاوان امریکا ته ورسوي او یو ډول خبرداری یې ورکړی وو چې دوی به خپلو بریدونو ته زور ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: