پنجشنبه , سپتمبر 19 2019
کور / خبرونه / افغانستان / کندهار: په یوه ترافيکې پېښه کې ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار: په یوه ترافيکې پېښه کې ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې په يوه ټرافيکي پېښه کې شپږ کسان مړه او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.
دغه پېښه نن سهار د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د يوه ټکسي موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
د کندهار د ټرافيک پوليسو مرستیال مشر سردار محمد ناصري وایي چې ياد موټر د ګرشک څخه کندهار ته پر لاره و چې ددې ولایت په میوند ولسوالۍ کې له خپل مسير څخه اوښتی او چپه شوی دی.
ناصري وایي، په دې پېښه کې شپږ تنه چې درې مېرمنې، دوه ماشومان او يو د پاخه عمر کس دی، وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي.
نوموړي وویل چې پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: