شنبه , نوومبر 23 2019
کور / خبرونه / افغانستان / کندهار کې ملي امنیت د وسلو یوه زېرمه کشف کړې

کندهار کې ملي امنیت د وسلو یوه زېرمه کشف کړې

د کندهار د ملي امنیت څخه په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، چې منسوبینو یې د دامان ولسوالۍ منډحصار کلي کې د وسلو یوه ستره زېرمه کشف کړې ده.

اعلامیه کې راغلي، چې دغه سپکې او درنې وسلې په یو جومات کې ځای پرځای شوي وو، چې په تور یې دوه تنه هم نیول شوي دي.

تر اوسه مالومه نه ده، چې دغه وسلې د کومې وسله والې ډلې پورې اړوند دي خو ملي امنیت له نیول شویو کسانو پوښتنې پیل کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: