پنجشنبه , دسمبر 12 2019
کور / خبرونه / افغانستان / کنړ: د لشکر طیبې ډلې ۸ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کنړ: د لشکر طیبې ډلې ۸ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د افغانستان ملي امنیت چارواکي وایي، د کنړ ولایت په اسمار ولسوالۍ کې یې د لشکر طیبه ډلې یو مرکز په لرې واټن ویشتونکي مزایل ویشتلی او له منځه یې وړی دی.
ملي امنیت په یوه بیان کې ویلي چې په دې راکټي بریدونو کې یې د لشکر طیبې ډلې یو مرکز چې د خوشحال تله په نوم یادیده د کنړ ولایت په اسمار ولسوالۍ کې ویشتلی او د دې ډلې درې غړي یې له منځه وړي او ۵ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
لشکر طیبه د جیش محمد په څېر په پاکستان کې پرته ترهګره او وران کاره ډله چې د افغانستان په شرقي ولایت کنړ کې یې هم د جنګیالیو دشتون راپورونه خپریږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: