دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / بين المللي / کورتني رادیچ: سعودي په لویه کچه د جمال قاشقجي د قتل مسؤل دی

کورتني رادیچ: سعودي په لویه کچه د جمال قاشقجي د قتل مسؤل دی

د ملګرو ملتونو راپور وایي چې ګڼ شواهد یې موندلې دي چې د خاشقجي په مرګ کې ښایي د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان لاس ولري.

د بې پولي خبریالانو د ساتنې د کمیټې مشرې کورتني رادیچ پرون د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې اسوشیټېډ پرېس اژانس ته وویل: “زه نه پوهېږم چې په‌دې کې دې ډېر څه نوي وي، خو دا پر دې حقیقت تاکید کوي چې سعودي عربستان په لویه کچه د جمال خاشقجي د قتل مسؤل دی او هغه کسان چې مسؤله دي له هغوی سره باید حساب وشي او دواړه متحد ایالاتونه او ملګرو ملتونه دې ته اړتیا لري چې څه پېښ شوي دي، په لوړه کچه د هغه جنایي تحقیقات ترسره کړي.”

ملګرو ملتونو د خاشقجي په اړه خپل شپږمیاشتنی تحقیقاتي راپور د چهارشنبې په ورځ خپور کړ.

خاشقجي د اکتوبر په دوهمه د ترکیې په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته ننوت او تری تم شو، وروسته یې د مرګ راپورونه خپاره شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: