دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / بين المللي / کوردي وسله والو درې ایراني عسکر وژلي

کوردي وسله والو درې ایراني عسکر وژلي

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د یاد هېواد په لویدیځ پیران ښار کې په یوه غلچکي برید کې د سپاه پاسداران درې سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي دی. ایرنا د سپاه پاسداران ځواک د یو قومندان له قوله ویلي، دا درې سرتېري هغه مهال ووژل شول چې وسله والو ترهګرو یې پر موټر برید وکړ. سپاه پاسداران وایي، کردي ملېشو د ایران او عراق ترمنځ سرحدي ښار پیران ته نږدې په یوه کلي کې د سپاه پاسداران دا درې سرتېري وژلي دي خو کردي ملېشو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دا سیمه پخوا هم د ورته ډېرو پېښو شاهده وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: