شنبه , اګست 15 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کونړ: د پاکستاني ځواکونو د برید ځواب ته جاوېد ساپي د افغان ځواکونو ستاېنه کړې ده

کونړ: د پاکستاني ځواکونو د برید ځواب ته جاوېد ساپي د افغان ځواکونو ستاېنه کړې ده

پرون مازيګر پاکستاني عسکرو هڅه کړې وه چې له ډېورنډ کرښې دې لوري ته راواوړي او تاسيسات جوړ کړي، همدا راز په افغان امنيتي ځواکونو يې ډزې کړې وې چې په ځواب کې ورته افغان امنيتي ځواکونو سخت غبرګون ښکاره او تېښته ته يې مجبوره کړل.
په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازی جاوېد ساپي چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې له قومندان سره په اړيکه کې و، هغه ورته وويل، چې تاسې زموږ وياړ وئ او د هېواد ساتونکي يئ، پاکستان ته په نره ځواب ورکړئ او که اړتيا پېښه شوه نو دی په خپله هم لومړۍ کرښې ته درځي.

د افغان امنيتي ځواکونو او پاکستاني عسکرو ترمنځ پرون مازيګر نښته پيل شوې وه، چې ويل کېږي تر ناوخته پورې يې دوام وکړ او افغان امنيتي ځواکونو پاکستاني عسکر له خپلو ځايونو څخه شا تګ ته اړ کړل او يو شمېر مهمات يې هم ترې ونيول.
د ولسي جرګې وکيل جاوېد ساپي يوه ويډيو په فېسبوک خپره شوې ده، چې نوموړی پکې د جنګ په لومړۍ کرښه کې له قومندان سره خبرې کوي. هغه په خپلو خبرو کې وايي، چې ستاسې تر شا ټول ولس ولاړ دی او که اړتيا پېښه شوی نو دی به په خپله هم لومړۍ کرښې ته ورشي. هغه همدا راز قومندان ته وايي، چې پاکستان ته په نره ځواب ورکړئ.
جاوېد ساپي په خپله فېسبوکپاڼه ليکلي دي: ((د سرتېرو مورال لا نور لوړېږي. دا اوس ۱۱ بجې دي، د جګړې د لومړۍ کرښې له قومندان سره اړيکه کې يم. وایي سرتېري تيارسئ دي او د خپلې خاورې دفاع ته ګوته په ماشه ناست دي.))
نوموړی همدا راز په خپل پوسټ کې زياتوي: ((زما سرتېري يوازې نه دي، يو عظيم ملت يې تر شا ولاړ دی. که د وطن د دفاع خبره شي، نو بيا ټاب تړلی سرتېری هم يم.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: