جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / افغانستان / کونړ ولایت کې طالبانو او داعش ډلې ته درانه تلفات اوښتي دي

کونړ ولایت کې طالبانو او داعش ډلې ته درانه تلفات اوښتي دي

د کونړ ولایت چارواکي وايي، په چپه دره ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش جنګیالیو ترمنځ په نښته کې دواړو لورو ته درانه تلفات اوښتي دي. د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي، دا نښتې له یوې اوونۍ راهيسې په چپه دره ولسوالۍ او د ماڼوګي ولسوالۍ په لیرې پرتو سیمو کې پیل شوې چې پرون سختې شوي او په نتيجه کې يې ۳۵ داعشيان او ۱۶ طالبان وژل شوي دي. دغه راز دغو نښتو د ګڼو ولسوالیو سلګونه اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي. طالبانو او داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: