شنبه , دسمبر 14 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / بين المللي / ګامبیا په میانمار کې د مسلمانانو د نسل وژنې په اړه د ملګرو ملتونو عدالت ته عریضه کړې

ګامبیا په میانمار کې د مسلمانانو د نسل وژنې په اړه د ملګرو ملتونو عدالت ته عریضه کړې

ګامبیا د اسلامي همکاریو د سازمان په استازیتوب “په میانمار کې د مسلمانانو د نسل وژنې” په اړه د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې ته عریضه کړې ده.

د اسوشیتدپرس اژانس رپوټ ورکړی چې د ګامبیا عریضه د دوشنبې په ورځ نومبر ١١ (لړم ٢٠) د عدالت نړیوالې محکمې ته وړاندې شوې ده.

د ګامبیا عدلیه وزیر او لوی څارنوال ابوبکر ماري تمبادو د اسوشیتیدپرس اژانس ته ویلي چې غواړي “میانمار او نورې نړیوالې ټولنې ته یو څرگند پیغام واستوي چې نړۍ د هغو ظلمونو په اړه چې زمونږ په شاوخوا کې پیښیږي نشي کیدای چې ننداره یې وکړي او عمل ونکړي”.

ښاغلي تمبادو زیاته کړه: “زمونږ نسل ته د شرم ځای دی چې د هغه نسل وژنې د بندولو لپاره چې زمونږ په مخ کې پیښیږي، څه ونکړو”.

د میانمار پوځ د ٢٠١٧ کال په اگست کې په اکثریت مسلمان میشته ولایت راخین کې د “یاغیانو” پر ضد عملیات پیل کړل. د میانمار پوځ پدې تورن دی چې په راخین ولایت کې د عملیاتو پر وخت یې مسلمانان وژلي، ډله ییز جنسي تیري یې کړي او د روهینگیایي مسلمانانو کورونه یې سوزولي دي.

د میانمار د پوځ ددغو عملیاتو په نتیجه کې څه دپاسه ٧٠٠ زره روهینګیایي مسلمانان د راخین ولایت نه بنګله دیش ته د هغه څه په وجه پناه یوړه چې نسل وژنه ګڼل شوی ده.

په میانمار کې د ملګرو ملتونو د حقیقت موندنې ماموریت تیره میاشت خبرداری ورکړ چې د “نسل وژنې د بیا پیښیدو جدي خطر موجود دی”.

دغه ماموریت د سپتمبر په میاشت کې په خپل وروستي رپوټ کې ویلي چې میانمار باید د روهینګیایي مسلمانانو په وړاندې د نسل وژنې د تورونو په وجه د نړیوالو قوانینو په اساس مسؤل وګڼل شي.

په ملګرو ملتونو کې د میانمار استازی هاو دو سوان، ددې سازمان د حقیقت موندنې پلاوي موندنې “یو اړخیز” او “په غلطو معلوماتو باندې ولاړ” رپوټ ګڼلی دی.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د نړیوال عدالت د برخې رئیسه پرم پریت سینګ ویلي دي چې نړیوال عدالت ته وړاندې شوې عریضه به د میانمار وضعیت بدل کړي.

میرمن سینګ د نورو هیوادونو نه هم غوښتي چې ددې مسلې ملاتړ وکړي او ویلي یې دي چې دغه دعوا کیدای شي د روهینګیایي مسلمانانو پر وړاندې د بد چلند مخنیوی وکړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې هم د روان کال د جولاۍ په میاشت کې د عدالت د نړیوالې محکمې نه وغوښتل چې “د روهینګایایي مسلمانانو پر وړاندې د بشري ضد جنایاتو د ترسره کیدو” په اړه دې رسمي پلټنې پیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: