چهارشنبه , نوومبر 13 2019
کور / خبرونه / افغانستان / ګلبدین حکمتیار: ټاکنې له بحران سره مخ شوې دي باید مرسته پکې وکړم

ګلبدین حکمتیار: ټاکنې له بحران سره مخ شوې دي باید مرسته پکې وکړم

د حزب اسلامي مشر او ولسمشریزو ټاکنو کې د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیز ټیم مشر ګلبدین حکمتیار په تازه څرګندونو کې ویلي دي، چې ولسمشریزې ټاکنې له بحران سره مخ شوېدي.

هغه په خپله یوه مرکه کې وویل، چې تېرې ټاکنې بحراني شوې دي. هغه وايي حاکمو ټیمونو راسره سلا مشورې پيل کړي دي او له ما يې غوښتي ديچې د دغه بحران په حل کې ورسره مرسته وکړم.

ګلبدین حکمتیار یو ځل بیا ویلي دي چې په ټاکنو کې درغلي شوې ده او په خبره یې که پاکې رایې له ناپاکو بېلې شي نو دی تر ټولو ډېرې رایې وړي.

هغه همدا راز په خپلو خبرو کې زیاتوي، چې د دې اړتیا ده چې ټول نوماندان سره یو ځای شي او له روان بحران د راوتلو لپاره عملي اقدامات وکړي.

حکمتیار داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم په ځينو برخو کې د ستونزو موجودیت مني. دوی وايي چې د کارونو د نه چټکوالي له امله ښايي لومړنۍ پایلې په خپل وخت اعلان نه شي. خو بیا یې هم له نوماندانو غوښتنه کړې چې د دوی اعلان ته په تمه شي.

ګلبدین حکمتیار تر دې مخکې هم په ټاکنو کې د درغلیو خبره کړې وه، او تر دې پورې يې هم ویلي، چې د ټاکنو پایلې به ونه مني او د دغه ټاکنو په پایله کې راغلی حکومت به هم ونه مني.

هغه د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال ویلي و، چې د رایې اچونې پای ته رسېدو وروسته ورته په حکومت حاکمو ټیمونو وړاندیز وکړ، چې په واک کې دې ورسره شريک شي، خو د هغه په وینا، چې دا وړاندیز يې رد کړ، ځکه تر نورو يې ډېرې رایې وړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: