شنبه , اګست 15 2020
کور / خبرونه / بين المللي / ینس سټولټنبرګ:د سولې د راتګ لپاره باید د افغان ځواکونو ملاتړ وشي

ینس سټولټنبرګ:د سولې د راتګ لپاره باید د افغان ځواکونو ملاتړ وشي

د سولې د راتګ لپاره باید د افغان ځواکونو ملاتړ وشي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون په لندن کې خبریالانو ته ویلي ناټو لا هم د افغان حکومت او افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده. دده په خبره افغان جګړه باید د خبرو له لارې حل شي، خو ناټو بیا هم د افغان ځواکونو پیاوړتیا ته کار کوي. دده په وینا د افغان ځواکونو د پیاوړتیا له لارې افغانستان ته سوله راتلی شي ځکه طالبان باید په دې پوه شي چې له نظامي لارو موخو ته نه شي رسېدلی. د سټولټنبرګ په وینا دوی هم ددې ملاتړي دي چې روان مذاکرات پایلې ته ورسېږي خو په افغانستان کې د امنیت د تامین، د ترهګرو د ختمولو او په دې هېواد کې د پیاوړي حکومت د جوړولو لپاره د افغان ځواکونو روزنه، تجهیز او ملاتړ مهم دی. ناټو یو ځل بیا د افغان ځواکونو پیاوړتیا ته ځان ژمن بللی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: