پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / افغانستان / یوناما: په ټاکنو کې ښکېلې خواوې دې تاکنو ته پوره درناوی ولري

یوناما: په ټاکنو کې ښکېلې خواوې دې تاکنو ته پوره درناوی ولري

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په یوه اعلامیه کې د ټاکنو له ښکېلو اړخونو غوښتنه کړې ده چې د ټاکنو د خوندیتابه لپاره او په ځانګړې توګه د مهالوېش له مخې د ټاکنو د پایلو اعلان ته پوره درناوی ولري. یوناما په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، ټول اړخونه د ټاکنو د باوري کېدو لپاره ګډ مسوولیت لري. یوناما په داسې حال کې دا غوښتنه کوي چې تېره ورځ د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنۍ ټاکنیزي ډلې دوهم مرستیال اسدالله سعادتي د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د رایو شمېرلو پر بهیر نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې د یاد کمیسیون ځینې غړي د یو مشخص نوماند په ګټه ناپاکې رایې سیسټم ته داخلوي. یوناما دغه راز ویلي، ټول اړخونه باید تر نظر ورکولو مخکې د رایو شمېرلو د بهیر په اړه کره معلومات ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: