پنجشنبه , دسمبر 12 2019
کور / خبرونه / یوناما: ښکېلې خواوې په ارامه فضا کې مبارکي وکړي

یوناما: ښکېلې خواوې په ارامه فضا کې مبارکي وکړي

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) افغانانو ته د لوی اختر مبارکي ویلو ترڅنګ د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې ده چې د خوشحالۍ په دې ورځو او شپو کې دې له تاوتریخوالي لاس واخلي. د یوناما له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې د یاد دفتر د مشر تدامیچي یاماموتو له قوله ویل شوي، دی هیله من دی چې ټول هېواد کې افغانې کورنۍ وکولی شي د امن په فضا کې له وېرې پرته سره راټول شي او اختر ولمانځي. هغه زیاته کړې، د دې لپاره چې افغانان وکولی شي دغه مهمې او نېکمرغه شیبې په خوښۍ سره ولمانځي، د جګړې له ټولو خواوو غوښتنه کوي چې د زغم او پېرزوینې د دغو شېبو درناوی وکړي او له هر ډول تاوتریخوالي ډډه وکړي. خبرپاڼه کاږي، ملګري ملتونه به سولې، امن او سوکالۍ ته د رسېدو په برخه کې د افغانانو ملاتړ ته ژمن پاتې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: