دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / راپورونه / یونیسېف: په ټول افغانستان کې دوه میلیونه ماشومان په خوار ځواکۍ اخته دي

یونیسېف: په ټول افغانستان کې دوه میلیونه ماشومان په خوار ځواکۍ اخته دي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره يونيسف وايي، په افغانستان کې تر ۶۰۰ زره (شپږلکه) کوچنيان په خوارځواکۍ اخته دي.
د يونيسف له لوري نن پنجشنبه په خپره شوې خرپاڼه کې راغلي، چې په ټول افغانستان کې دوه ميلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي چې له ډلې يې د ۶۰۰ زره ماشومانو وضعيت د انديښنې وړ دی.
يونيسف اداره وايي، دو د دغه وضعيت د کنترول او د کوچنيانو د يادو ستونزو د حل لپاره شل ميليونه ډالرو کومک ته اړتيا لري.
د يونيسف راپور کې راغلي، چې په ۲۰۱۹م کال کې د تیرو دوو کلونو په پرتله پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمیر زیات شوی دی.
په راپور کې ناامني، وچکالي، روغتيايي خدماتو ته نه لاس رسی او د خلکو په ځانګړې توګه د میندو نه پوهاوی په دغه هیواد کې د خوارځواکۍ د وضعیت د خرابیدو له اصلي لاملونو څخه یاد شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: