پنجشنبه , سپتمبر 19 2019
کور / پوهنه / یوه کندهاري ځوان ۷۰۵۰۰ جملې ګوګل ژباړن ته اضافه کړي دي

یوه کندهاري ځوان ۷۰۵۰۰ جملې ګوګل ژباړن ته اضافه کړي دي

دغه ځوان وایي، د څه کم دوو کلنو په جریان کې یې دغه جملې ترجمه کړي او د پښتو ژبې د پیاوړتیا په موخه یې ګوګل ژباړن ته اضافه کړي دي .

نوموړی وایي پښتو باید په نړۍ کې و پېژندل شي او دغې ژبې ته لاس رسی اسانه کړل شي.

عبدالباري نوراني هغه ځوان دی، چی د یوه کال او شپږو میاشتو په موده کې یې ( ۷۰۵۰۰ ) اویا زره او پنځه سوه جملې ژباړلي او ګوګل ترجمان ته یې اضافه کړې دي.

عبدالباري نوراني په کندهار ښار کې د کمپیوټر هاډوېر او سافټویر انجینر دی، نوموړي د کندهار راډیو تلوېزیون سره په مرکه کې وویل له څه وخته چی پښتو ژبه ګوګل ژباړن ته اضافه شوې ده له هماغه وخت څخه د خپل کاري ټیم په ملتیا په اضافي وخت کې ګوګل قاموس ته ژباړه کوي.

نوموړی وایي، هغه جملې چې ادبي وي او یا هم ستونزه پکې ولري د نورو ادیبانو څخه مرسته غواړي.

نوراني وایي، هر ځوان او ادیب باید هڅه وکړي څو د پښتو ژبې د لا غني کولو، په نړیوالو د پېژندلو او ‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎دې ژبې ته چې یو اوږد تاریخي سېر لري لاس رسی اسانه کړي.

نوموړی وایی چی تر دا مهال د ولایتی ادارې له لوري دوه ځله ستایل شوی هم دی.

دوه کال کېوي چې ګوګل ژباړن ته د نورو ژبو تر څنګ پښتو اضافه شوې ده، خو لا تر اوسه په دغه ژباړن کې د پښتو زیات لغاتونه او جملې کمې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: