یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي ښایي د سولې بین الافغاني غونډه په جرمني کې ترسره شي او په دې اړه د جرمني ديپلوماتانو او طالبانو ترمنځ خبرې هم شوې دي. سرچینه کاږي د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارک پوتزل قطر ته سفر کړی و او په همدې تړاو یې له طالبانو سره خبرې کړي دي. نوموړی به په کابل کې د طالب لوري نظر له افغان حکومت سره شریکوي.
