پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / افغانستان / یو فلمي اداکار مولانا فضل الرحمن ته ویلي چې د پاکستان حکومت پر ضد احتجاج ګول ګناه ده

یو فلمي اداکار مولانا فضل الرحمن ته ویلي چې د پاکستان حکومت پر ضد احتجاج ګول ګناه ده

چې ژوندی يې ډېر څه به واورې، اوس په پاکستان کې فلمي اداکاران په خلکو فتواوې لګوي، خو يو پاکستاني اداکار د جمعيت علما اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان باندې فتوا ورکړې ده، چې دی کوم احتجاج کوي، دا ګناه ده.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وينا، پاکستاني فلمي اداکار حمزه علي عباسي د جمعيت علما اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په تړاو ويلي دي، چې هغه د پاکستاني حکومت پر ضد کوم احتجاج ترسره کوي، دا ستره ګناه ده.
هغه په خپل ټويټر ليکلي دي، چې ډېره د افسوس خبره ده چې مولانا فضل الرحمان د ناموس رسالت او کشمير په څېر ستونزې رااخلي، خلک ګمراه کوي او د حکومت پر ضد يې ودروي.
هغه وايي، چې مولانا فضل الرحمان غواړي چې په حکومت کې ورته برخه ورکړل شي، هغه په هر څه پوهېږي، خو بيا هم خلک ګمراه کوي، چې دا د خدای په نزد ستره ګناه ده.
هغه همدا راز وايي، چې الله پاک داسې خلک حتمي شرموي، چې د طاقت او پېسو په زور خلک ګمراه کوي او په غلطو لارو يې روانوي.
د يادولو ده چې د جمعيت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د عمران خان د حکومت پر ضد د لاريون او احتجاج اعلان کړی دی او هغه وايي چې د اکتوبر په ۲۷مه نېټه به ټول اسلام اباد وتړي او تر هغې به له اسلام اباد راونه وځي، تر څو يې د عمران خان حکومت له منځه نه وي وړی.
همدا راز حمزه علي عباسي د پاکستاني فلمونو يو اداکار دی، چې د عمران خان کلک ملاتړی هم دی. هغه په پاکستاني فلمونو کې ډېر لوڅ کردارونه هم ترسره کړي دي، خو په دې وروستيو کې د حمزه علي عباسي، وينا ملک په ګډون نور پاکستاني فلمي اداکاران هم په خلکو فتواې لګوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: