یکشنبه , دسمبر 15 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / ۳۰۳ قولي اردو ادعا کوي د هلمند په نوغي سیمه کې یې ۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

۳۰۳ قولي اردو ادعا کوي د هلمند په نوغي سیمه کې یې ۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

د ۲۰۳ تندر قول اردو توپچي ځواکونو د غزني ولایت مرکز پورې اړوند د نوغي په سیمه کې (۲) تنه وسله وال طالبان وژلي، (۳) تنه ژوبل کړي، یو عراده کرولا او یو عراده سراچه موټرونه له منځه وړیدي.
د تندر قول اردو خبرپاڼه وایي، چې منسوبینو یې د امنیتي ځواکونو سره په ګډه د پکتیکا ولایت د وازه خوا ولسوالۍ د تیری په سیمه کې د ګډی ګزمی پر مهال (۱) تن وسله وال ترهګر وژلی.
د نوموړی تن جسد د یو قبضه راکټ انداز او دوه عرادو موټر سایکلونو سره د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دی.
بل لور ته: د تندر قول اردو ماین پاکوونکو ټیمونو د غزني ولایت په مرکز او د قره باغ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې (۴) کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړیدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: