دوشنبه , سپتمبر 21 2020
کور / خبرونه / افغانستان / آمر الله صالح: یو لک ۲۵ زره بې وزلو کورنیو ته د خوړو رسولو پروګرام لري

آمر الله صالح: یو لک ۲۵ زره بې وزلو کورنیو ته د خوړو رسولو پروګرام لري

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، دا مهال د حکومت لومړیتوب د کورونا وېروس کړکېچ کې د خوراکي توکو له ګرانۍ او کمښت د رامنځ ته شوې لوږې مخنیوی دی.

ښاغلي صالح کابل کې وایي کابل کې هغو یو لک ۲۵ زره کورنیو ته د خوړو رسولو پروګرام لري، چې د کورونا وېروس د ګرځبندیز له امله یې ورځنی عاید له لاسه ور کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، له والیانو هم غوښتل شوي چې اړمنې کورنۍ ور وپېژني.

د ښاغلي صالح په خبره، اول ځل د افغانستان ټولو والیانو ته واک ور کړل شوی چې د ولایتي بودیجې د لګښت څرنګوالی خپله وټاکي: “ټولو والیانو د کابینې غونډو کې د ګډون امکان ترلاسه کړی، حکومت هڅه کړې چې سرحدي لارې بندې نه شي”.

د افغانستان د روغتیا وزارت وروستۍ شمېرې وايي، دغه هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۵۲۱ ته رسېدلی او ۱۵ کسان له دې وېروس مړه شوي هم دي.

اندېښنې شته چې ممکن افغانستان کې د کورونا د ازمېښت د محدودیت له امله په دې وېروس د اخته کسانو شمېر تر هغه په ځلونو ډېر وي چې تراوسه پېژندل شوي دي.

دمګړی پلازمېنه کابل کې د تګ سخت محدودیت لګوی شوی، همدا راز هرات کې چې افغانستان کې د دې وېروس د خپرېدو مرکز دی- هم محدودیت لګول شوی دی.

پر کابل او هرات سربېره دا ناروغي تراوسه په سمنګان، نیمروز، لوګر، بلخ، زابل، غزني، بدخشان، کندهار، ننګرهار، دایکندي، کاپیسا، بادغیس، سرپل، پکتیکا، بغلان، کندوز، غور، پکتیا، تخار او فاریاب کې پېژندل شوې ده.

ښاغلي صالح خبرداری ور کړ چې افغانستان کې به له کورونا مړینه ډېره شي او که حکومت اوسنۍ هڅې جاري هم وساتي، بیا هم د درې لکه کسانو د مړینې وړاندوینه شته.
نوموړي دا هم وویل، د میکروب ضد محصولاتو د لرلو لپاره څلورو کورنیو شرکتونو ته دنده سپارل شوې چې له افغان انګورو دا توکي تولید کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: