یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / بين المللي / ارجنټاین: د لیونل مسي له ایستل کېدو وروسته د ده پلویانو لاریون کړی

ارجنټاین: د لیونل مسي له ایستل کېدو وروسته د ده پلویانو لاریون کړی

په ارجنټاین کې په لسګونه کسانو د فوټبال د وتلي ستوري لیونل مسي په پلوي لاریون وکړ.

دوی غواړي چې مسي بېرته خپل پلرني ټاټوبي ارجنټاین ته ستون شي.

د فوټبال دغه ستوري تېره سې شنبه اعلان وکړ چې تر اوږدو کلونو وروسته له بارسلونا ټیم څخه لیرې کېږي.

لیونل مسي چې ۳۳ کلن دی، په نړۍ کې یې شپږ وارې د فوټبال د غوره لوبغاړي لقب ګټلی دی.

تر اوسه معلومه نه‌ده چې مسي به تر بارسلونا وروسته د فوټبال له کوم ټیم سره ملګری کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: