ارمانیا وایي له اذربایجان سره پر پوله په نښتو کې یو څه کموالی راغلی دی. د ارمانیا ددفاع وزارت ویلي چې د ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو د پر له پسې غوښتنو له امله یې په قرباغ سیمه کې جګړې کمې کړې دي او هڅه کوي تاوتریخوالی کم شي. ارمانیا وایي تېره شپه په سیمه کې جګړې ارامې وې او دوی د ملګرو ملتونو پرله پسې غوښتنو ته په درناوي جګړه کمه کړې ده. ارمانیا دغه راز وایي که جګړې شدیدې شي او اذربایجان هم تاوتریخوالی کم نه کړي نو د نښتو او پایلو مسوولیت به یې بیا د یاد هېواد پر اوږو وي.
