یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / بين المللي / ارمنستان: د صدر نیکول پاشینیان او کورنۍ د کرونا ازموینې مثبتې راغلي

ارمنستان: د صدر نیکول پاشینیان او کورنۍ د کرونا ازموینې مثبتې راغلي

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان وایي د هغه او د هغه د کورنۍ د کرونا وایرس ازموینې (ټیسټونه)مثبتې راغلي

د ارمنستان صدراعظم په یوې ژوندۍ خپرونه کې د فیسبوک له لارې اعلان وکړ چې د هغه او د هغه د کورنۍ د کروناویروس ازموینې مثبتې دي.

صدراعظم نیکول پاشینیان د دوشنبې په ورځ د جون په لومړۍ نیټه ددې خبر د اعلان په ترڅ کې د دې ناروغۍ هیڅ ډول نښې نښانې نه درلودې او دغه معاینه یې د پوځیانو سره د کتنې په خاطر کړې وه.

ارمنستان درې میلیونه وګړي لري او تر اوسه په کې ۱۳۹ کسان د کروناویروس په وجه مړه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: