اروپايي ټولنه وايي افغان جګړه نظامي حل نه لري او ددې وخت دی چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل شي او ددغه خبرو د پیل لپاره دې نور وخت نه ضایع کېږي. ددغه ټولنې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي ډېری غړي هېوادونه یې په دې باور دي چې ژر تر ژره دې بین الافغاني خبرې پیل شي او په دې پروسه کې ځنډ د جګړې ددوام سبب ګرځي. سرچینه دغه راز کاږي چې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي کمېدو ته اړتیا ده او ښکېل لوري دې ژر تر ژره د جګړو د پای لپاره خبرې پیل کړي، ځکه دغه جګړه یوازې او یوازې د خبرو له لارې د پای ته رسېدو وړ ده.
