اروپايي ټولنه وايي د سولې په برخه کې د پرمختګ لپاره باید د دوحې هوکړه عملي کړل شي. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي مارکس پوتزل په دوحه کې د طالبانو د قطر دفتر له ځینو غړو سره کتلي دي. د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت، د بین الافغاني خبرو پر پیل، د پاتې زندانیانو پر خلاصون او د تاوتریخوالي پر کمولو خبرې شوې دي. مارکس پوتزل په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې د دوحې هوکړه باید عملي شي او ددغه هوکړې مطابق دې بین الافغاني خبرې پيل او روان تاوتریخوالی پای ته ورسول شي.
